خبرونهټولنهروغتیا

په فارياب کې ۱.۵ ټن تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او وسوځول شول

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ آمريت د يو نيم ټن تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو د راټولولو او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې د سرپل د صنعت او سوداګرۍ آمريت د تېرې يوې مياشتې په موده کې ۲۰۰قلمه بېلابېل خوراکي توکي، نوشابې او درمل د سرپل ښار له دوکانونو څخه د يادې ښاروالۍ، امنیې قومندانۍ، او چاپېريال ساتنې ادارې په مرسته راټول او له منځه وړي دي.
د ياد ولايت سيمه ييزو چارواکو همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د تاريخ تېرو او بې کيفيته درملو او خوراکي توکو د راټولولو لړۍ به روانه وساتي او چاته به د يادو توکو د خرڅلاو اجازه ورنکړي.
د يادونې وړ ده، چې اړونده چارواکو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړي وو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا