امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو پاکستانى ونيول شو

کابلباختر دسرطان ٣٠
دسمنګانو ولايت په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو پاکستانى ونيول شو.
په دې پيښه کې د ملي پوليسو دوه تنه سرتيري هم شهيدان شول.
دسمنګانو د والي ويندوى محمدصديق عزيزي باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات چې د دولت د وسله والو مخالفينو دځپلو په مقصد دسمنګانو ولايت د مرکز ايبکو اړوند په تاى خونک کلي کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې پيل شوي و؛ له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويو پاکستانى طالب له يوه تو غندي ويشتوونکي سره ونيول شو.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغوعملياتو په بهيرکې دوه تنه سرتيري هم شهيدان شول، خو ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
د والي ويندوى وويل چې دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د نا امنو سيمو تربشپړ پاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته