(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په فاریاب او جوزجان کې ښوونځیو ته د نویو چاپ شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل، د وري ۲۱مه، باختر

د فاریاب او جوزجان د پوهنې ریاست مسوولینو په دغو ولایتونو کې ښوونځیو ته د نویو چاپ شويو کتابونو د وېش لړۍ د پیل خبر ورکوي.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حفیظ الله معتصم بالله باختر آژانس ته وویل، چې پوهنې وزارت دغه ولایت ته له لومړي تر دولسم ټولګي ۱.۳ میلیونه ټوکه کتابونو سهم ورکړی، چې تر دې دمه ورته ۸۲۰ زره ټوکه کتابونه رسېدلي، چې نن یې د وېش لړۍ پیل شوه، چې په کې ۸ زره ۲۰ نفري درسي کېټونه او ۱۳۷ خېمې هم وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې پاتې نور کتابونه به هم ژر دغه ولایت ته انتقال شي چې ورسره په دغه ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه حل شي.

ورته مهال د جوزجان د پوهنې رییس مولوي طاهر جواد له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنې وزارت له لوري دغه ولایت ته ۸۷۶ زره ټوکه کتابونه سهم ورکړل شوی، چې تر دې دمه ورته ۵۱۱ زره ټوکه کتابونه رسېدلي، چې نن یې د وېش لړۍ پیل شوه.

جواد زیاته کړه، چې پاتې نور کتابونو به هم ژر دغه ولایت ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونځیو ته د نویو چاپ شویو کتابونو د وېش لړۍ پيل شوې وه.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا