سیاست

حامدکرزي دبريتانيا ددفاعي کميسيون له هيئت سره وکتل

کابل  باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  دبريتانيا دپارلمان ددفاعي کميسيون درييس جيمز اربوتنات  په مشرۍ ددغه   کميسيون له هيئت سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې   چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه دواړو لورو دافغانستان دامنيتي حالت ، دسولې دبهير ، له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې اوپه افغانستان کې دبريتانيا دپانګې اچونې په باب خبري وکړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريتن  جمهوررييس حامدکرزي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير دقناعت وړ وباله او  ويې ويل چې بايد په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپاى ته رسولو لپاره دنړيوالې ټولنې له خوا زياته همکاري  وشي  ځکه دغه بهير دافغانستان او دنړيوالې ټولنې په ګټه دي.
جمهور رييس څرگنده  کړه که چېري نړيواله ټولنه په دايمي ډول له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي  او مرستي يې دافغانستان دحکومت له لوري ولګول شي  له شک پرته به  افغانستان له نن ورځې څخه ښه سبا ولري.
حامدکرزي په دې کتنه کې په دې ترڅ کې چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په وروستيو پرمختياو کې دبريتانيا دصدراعظم رول   وستايه  دسولې دعالي شورا په غوښتنه ديوشمير بندي طالبانو دخلاصون هرکلي وکړ.
په مقابل کې  دبريتانيا دپارلمان ددفاعي کميسيون او دهيئت رييس له افغانستان سره ددغه هيواد  دزياتو همکاريد ددوام ډاډورکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته