ټولنه

په فاریاب کې د اوبو دوه سربندونه او یو پل جوړشو

کابل / د غبرګولي لومړۍ / باختر
په فاریاب کې د اوبو د ۲ سربندونو او د یوه پله د جوړولوکاربشپړ اونن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د اوبو دغه ۲ سربندونه د ۴ میلیونوافغانیوپه لګښت جوړشوي دي چې په اندخوی، قرم قول، قرغان او خان چارباغ په ولسوالیوکې څه نا څه ۲۵۰ زره جریبه ځمکې خړوبوي.
دغه راز ۲۵۰ زره کورنۍ هم ترې ګټه اخلي.
دغه راز یو پل د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۲ میلیونو ۸۰۰ زره افغانیوپه لګښت جوړه شوې ده چې ۶ کلي له نمبر(۱) لوی لارې سره نښلوي او څه نا څه ۲۰۰ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.
پای-ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا