
کابل، زمري ۲۴مه، باختر
د فاریاب چارواکو په دې ولایت کې د برېښنايي پېژند پاڼو له درکه د ۸ میليونه افغانیو د را ټولو خبر ورکړی دی.
د فاریاب د احصایې او معلوماتو رییس مولوي عبدالباري انقیادي وايي، چې دا ولایت د برېښنايي پېژند پاڼو د دوو فعالو مرکزونو په درلودلو سره، په ورځني ډول نږدې ۴۰۰ تنو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د نوموړي په خبره په فاریاب کې د برېښنايي پېژند پاڼو د ورکړې له بیا فعالولو وروسته نږدې ۱۴ زره پېژند پاڼې وېشلي چې له دې درکه یې څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د یاونې وړ ده چې په فاریاب ولایت کې د برېښنايي پېژند پاڼو دغه دوه مرکزونه د ۵۳ کارکوونکو په لرلو چې ۴ تنه یې ښځې دي، هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپیښین تر ۴ بجو هېوادولو ته د الکترونیکي تذکرو خدمتونه وړاندې کوي.
ع