سیاست

دافغانستان او ايران جمهورو رييسانو ددوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې تينګار وکړ .

کابل باختر د وري ديرشمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن سهار تهران ته له رسيدو وروسته په سعد اباد ماڼۍ کې په داسې حال کې چې دسپرلۍ موټر يې په آسانو د سپرو له خوا  بدرګه کيده او دافغانستان او ايران ملي سرودونه غږول کيدل د ايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر حسن روحاني درسمي هرکلي  وړ وګرځيد .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، وروسته ددواړو هيوادونو جمهورو رييسانو اوجګپوړو  هيئتونو ددوه اړخيزو کتنو په بهير کې  دسيمه ئيزو  مسئلو او دعلاقې وړ نورو موضوعګانو په ګډون په بيلابيلو برخو کې دافغانستان او ايران ترمنځ  داړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې .

دايران جمهور رييس  جمهور رييس غني اوملګري هيئت ته يې دښه راغلاست  په ترڅ کې وويل:هيله ده چې نننۍ خبرې ددواړو ملتونو ترمنځ داړيکو د لازياتې پراختيا سبب شي .

  ده دې ته په اشارې سره چې دافغانستان او ايران خلکو له پيړيو پيړيو راپديخوا ديوبل تر څنګ  ژوند کړى دى، وويل چې موږ بايد ددغو دواړو ملتونو نږديوالى او اتحاد زيات کړو .

  ډاکتر روحاني دتروريستي پيښو په بهير کې  دافغانستان دبيګناه خلکو د شهادت په خاطر دخپلې خواشينۍ مراتب څرګند کړل او له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې يې له افغانستان سره دخپل هيواد دهمکارۍ ډاډورکړ.

ده دې ته په اشارې سره  چې دافغانستان امنيت  دسيمې دامنيت سبب کيږي وويل چې دواړه هيوادونه دې بايد له خطرناکو بانډونو سره دمبارزې په برخه کې  خپلې اطلاعاتي  همکارۍ زياتې کړي .

دايران جمهور رييس وويل چې افغانستان او ايران علاقمند دي چې داقتصاد ، کانونو ، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي او دچابهار بندر ترانزيتي تګلورى له زاهدان سره ونښلوي .

  په مقابل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني دافغانستان جګپوړي هيئت ته دتاوده هرکلي او له افغانستان سره داوږدمهالو منځ مهالو او لنډ مهالو همکاريو په خاطر  دايران داسلامي جمهوريت دمقاماتو دارادې له امله  مننه وکړه .

  جمهوررييس وويل چې دمهاجرينو مسئله موږ ته حياتي ده په همدې مقصد  دافغانستان کابينې دمهاجرينو عالي کميسيون جوړ کړى دى اوموږغواړو چې افغان مهاجرين ثبت او راجستر شي چې افغانستان ته دهغوى دپړاويز او داوطلبانه ستنيدو زمينه برابره شي .

دهيواد جمهوررييس داعش يوګډ جدي خطر وباله او له جرمي اقتصاد سره دمقابلې په برخه کې يې په زياتو سيمه ئيزو اونړيوالو همکاريو باندې تينګار وکړ .

جمهور رييس غني دې ته  په اشارې سره چې دافغانستان کابينې په ډله ئيزه توګه دباور  رايه ترلاسه کړه وويل چې موږ به يوسل ورځنۍ  کاري پلان جوړو کړو .

جمهور رييس دې ته په اشارې سره چې افغانستان غواړي په بيلابيلو برخوکې له ايران سره خپلو هکاريو ته پراختيا  ورکړي، وويل چې دچين له ولسي جمهوريت څخه يو هيئت  به په  ډير لنډ ممکن وخت کې له چين څخه واخان او هرات ته داوسپنې پټلۍ  دغځولو  مـسئله  وڅيړي او دغه  مسئله کولاى شي ددواړو هيوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي  راکړې ورکړې چټکې کړي .

جمهور رييس غني په دې باندې په ټينګار سره چې دملي وحدت حکومت پياوړى او ټينګ دى وويل چې موږ سولې ، ثبات او سوکالۍ  ته درسيدو  لپاره قوي اراده لرو او غواړو چې افغانستان دهمکاريو په  مرکز بدل  کړو .

جمهور رييس  زياته کړه موږ اجازه  نه ورکوو چې دافغانستان له خاورې څخه دهغه دګاونډيانو پرخلاف استفاده وشي .

ددغې کتنې په پاى کې جمهور رييس غني دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر حسن روحاني ته بلنه ورکړه چې په يومناسب فرصت  کې افغانستان ته سفر وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته