
کابل، د وږي ۱۹ مه، باختر
په فاریاب ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د سرحوض بند د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فاریاب ولایت د سرحوض بند د ساتنې او څارنې د پروژې ترمیم او پياوړتیا چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۳۰۳ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې او د شرین تګاب – میمنې د سمندري فرعي حوزې د مسوولینو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادې پروژې د چارې په بشپړېدو سره د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره شوې او ۶ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې دوه میاشتې مخکې پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.