سیاست

حامدکرزي: که چيرې د امنيتي سند په اړوند د لويې جرګې تصميم مثبت وي؛ د يو لړ نورو حقوقي اجرااتو تابع به هم وي

کابل باختر د لړم ٢٨مه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د يوې پوښتنې په ځواب کې په صراحت سره وويل: که چيرې د امنيتي سندپه اړوند دمشورتي لويې جرګې تصميم مثبت وي؛ دغه سند ديو لړ نورو حقوقي اجرااتو تابع کيږي او هغه د افغانستان د پارلمان له خوا د هغه تصويب او يانه تصويب دى.
دباخترآژانس خبريال ليکي: له هغه وروسته چې دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي همکاريو د سند د لاسليک او د لوىې جرګې په اړوند په دې باب د تصميم نيول طرحه شول؛ بيا هم سياسي مخالفينو په نارو سرو لاس پورې کړ چې دپارلمان په شتون کې ددغه شان جرګې جوړول قانوني بنسټ نه لري .
د ستر تصميم د نيولو په  خاطر د لويې جرګې بلنه هيڅ قانوني مخالفت نه لري.
د هيواد جمهور رييس په دې خاطر چې د افغانستان د ټولو خلکو استازي په دې تصميم کې شامل وي؛ د مشورتي جرګې په نامه يوه ستره غونډه يې راوبلله .
ددغې جرګې برخه وال دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي همکاريو دغه سند وڅيړه. تصميم نيسي او دغه تصميم لکه څنګه چې دهيواد جمهور رييس طرحه کړه؛ د مثبتې موافقې په صورت کې د يو لړ نورو حقوقي اجرااتو تابع به هم وي اوهغه د افغانستان  د پارلمان له خوا دهغه تصويب اويانه تصويب دى.
په دې بيان سره د مقننه قوې دريځ په پاى کې خوندي دى او دغه قوه کولاى شي د افغانستان خلکو د راتلوونکى برخليک په باب يو تاريخي رسالت ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته