امنیت

په نيمروز ولايت کې دتروريستانو دمهماتو دوه سترې ډيپوګانې کشف شوې .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دنيمروز ولايت دکنګ ولسوالۍ او ددغه ولايت دمرکز  زرنج ښار دفيروزګي ساحې په مربوطات کې دجلاجلا عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دډلې د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف کړي
دملي امنيت دلوى رياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډيپوګانو کې دوسايطو  ضد يو ويشت ماينونه دهاوان نهه ماينونه او ددوه اتياملي  متري توپ اووه ګولې  چې  تروريستانو غوښتل له هغو څخه په استفادې سره  ځانمرګي  او تروريستي بريدونه ترسره کړي او يوځل بيا  زموږ هېوادوال په وينو او خاورو لت پت او ولړي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته