خبرونهاقتصاد

نورالدین عزیزي: د میدان وردګو صنعتي پارک به ډېر ژر پرانیستل شي

کابل/ د غوايي١٦مه/ باختر

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دغه وزارت له یو شمېر رييسانو او کارکوونکو سره په کتنه کې د میدان وردګو د صنعتي پارک د پرانیستلو خبر ورکړى دى.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې عزیزي دوی ته د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام ورساوه او ویې ویل، چې د میدان وردګو صنعتي پارک به ژر تر ژره پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست دغه راز په غلام خان بندر کې د خدمتونو            د وړاندې کولو د وضعیت په اړه  راپور واورېد او دغه راز يې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د هلمند او خوست ولایتونو لپاره د وزارت د پلانونو په اړه هم خبرې وکړې.

ویل کېږي دا په ميدان وردګو کې لومړنی صنعتي پارک دی چې د بنسټ ډبره یې په ١٣٩٢ کال کې ایښودل شوه، دغه صنعتي پارک د ښار په  څنډه کې  په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې موقعیت لري، چې خصوصي سکټور د توليدي فابريکو په جوړولو سره  په کې پانګونه کوي.

د اقتصاد پوهانو په وینا؛ دغه صنعتي پارک د افغانستان په اقتصاد کې ځانګړی اهمیت لري. ځکه وردګ د کابل په ګاونډ کې پروت دی او د دغه ولایت محصولات به په کم مصرف سره پايتخت ته ولېږدول شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته