کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د سرپل ولايت پوليسو پرون د ډاکتر عبدالله ، عبدالله دانتخاباتي مبارزو په بهير کې د ډار اچونې د يوې توطيې مخه ونيول شوه.
د سرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى باختر آژانس ته وويل :
د دولت وسله والو مخالفينو په سرپل ولايت کې د ډاکتر عبدالله ،عبدالله په انتخاباتي کمپاين پورې په يوه اړونده ليږدونکې واسطه کې يو ماين ايښى و چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دکشفي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شو .
خبرځاى زياته کړه : دسولې او امنيت د ښمنان هلې ځلې کوي چې په ډار اچونې او زندۍ کولو سره دانتخاباتي مبارزوبهير ګډوډ کړي خو امنيتي ځواکونه د امنيت په تامينولو کې زياتې هلې ځلې کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ