(PS)خبرونه(PS)روغتیا

په فاریاب کې د کوید ۱۹ ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو

کابل، د غوايي ۳۱ مه، باختر

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د کوید ۱۹ ناروغۍ (کرونا) د واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه کمپاین د فاریاب په ۱۷ ولسوالیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.

هېره دې نه وي چې یاد کمپیان پرون په میدان وردګو او روزګان کې هم پیل شوی و.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا