کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
پوليسو درې قاچاق وړونکي په کابل کې د وسلو او نشه يي توکودلېږد په تور ونيول .
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو نن د يوې خبرپانې په خپرولو وويل: د کابل ښار دروازو د کنترول قوماندانۍ منسوبانو په دوو بېلابېلو عملياتو کې کولو درې تنه د نشه يي توکو او وسلود لېږدولو په تور د کابل څرخي پله او ګلباغ د پلټنې له دروازو ونيول . له يوه شکمنه د شيشې په نوم دوه کيلوګرامه نشه يي توکي او له دوو نورو يې يوه تومانچه ترلاسه شوې ده .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ