امنیت

په ارزګان کې دوه زره اووسوه کيلوګرام نشه يي توکي ترلاسه شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣
دارزګان ولايت امنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې د دوه  زره اووه سوه کيلوګرامه نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول .
دغه نشه يي توکي پرون په  دوو جلاجلا پيښو کې دپوليسو لاسته ورغلي دي .
دخبرونو له مخې :  ددغو ځانګړو عملياتو په بهير کې جګړه هم شوې ده چې د دريو تنو قاچاق وړونکو د وژل کيدو او درې تنه نورو دټپي کيدو سبب شوې ده .
د ارزګان دامنيه قوماندانۍ ويندوى  فريد عايل باختر اژانس ته وويل : 
يو زرو  پنځوسو کيلوګرامه  هيرويين په داسې حال کې ترلاسه شول چې له ترينکوت ښار څخه د چارچينو ولسوالۍ ته ليږدول  کيدل.
ويل کيږي دغه نشه يي توکي  په ماهرانه ډول په  دوو بار وړونکو موټرونو کې ځاى پرځاى شوي و.
دغه راز نور نشه يي توکي دقاچاق وړونکو له خوا دترينکوت ښار په يو کورکې ساتل کيدل.
دامنيه قوماندانۍ ويندوى  وويل :  ددغو نشه يي توکو دکشفولو په بهير کې نښته هم شوې  ده چې له امله يې درې تنه  قاچاق وړونکي وژل شوي دي   او درې تنه نور ټپيان شوي دي  چې ټپي قاچاق وړونکې دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
دارزګان په ګډون دافغانستان ځينې نا امنې ولسوالۍ کلونه کلونه کيږي چې دنشه يي توکو دکرکيلې توليد او کار او بار  ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته