
کابل، د مرغومې ۲۷ مه، باختر
د فاریاب سیمه ییز مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله ۳۸۶ څاروي مړه شوي دي.
د فاریاب د ګرزیوان ولسوال مولوي حمیدالله دانش د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې څو ورځې مخکې د ګرزیوان ولسوالۍ په لرو پرتو کلیو کې د سړې هوا او وښو نه رسېدو له امله ۳۰۹ پسونه او ۷۷ وزې مړې شوې دي.
جهانیار