ټولنه

دهرات له پرمختيا سره دمرستې لپاره دهند علاقمندي .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
په کابل کې دهندوستان سفير  هرات ولايت ته په سفر کې په دغه ولايت کې دهمکاريو  دکچې  دزياتوالي لپاره  ددغه هېواد دجدي علاقمندى  خبرورکړ .
  دهندوستان سفير  چې دهرات له والي  محمد اصف رحيمي سره  وکتل  ټينګار يې وکړ  چې  ددغه هېواد زياته پانګه اچونه  په ټولنيزو او روغتيايي بنسټيزو  او دپوهنې په برخوکې به ترسره شي .
په دې کتنه کې دهرات دمشرتابه غوښتنه دسيمه ئيزې ادارې او دخلکو له خوا دلومړيتوبونو له په پام کې نيولو سره دپروژو دتطبيق په برخه کې طرحه شوه چې دهندوستان نوي سفير ژمنه وکړه چې دهرات ولايت په کچه زياتې پروژې به  طرحه او تطبيقې کړي .
  هندوستان دافغانستان له دوستو هېوادونو  څخه دى  چې په هرات ولايت کې د سلما دبند په ګډون  سترې  بنسټيزې پروژې  يې  تمويلې کړي دي .
تيره مياشت په هرات ولايت کې دهندوستان  په مالي ملاتړ ددوو ښوونځيو دودانيو  دجوړولو دبنسټ ډبرې کيښودل شوې .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته