سیاست

د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار پر خلاف د لګول شويو تورونو د رد په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه!

کابل_باخترد وري د مياشتې ١٨مه:
د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار پر خلاف د لګول شويو تورونو د رد په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه!
د ملي شورا مشرانو جرګه د سنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار له لوري د ډاكټر اشرف غني احمدزي پر وړاندې د ناوړه قصد د آوازو(شايعاتو) د رد په اړه د افغانستان د امنيتي بنسټونو د ګډې اعلاميې څخه په تاييد او هركلي سره ، اعلاموي چې د انتخاباتوپه بهيركې د يو شمېر ټولنيزو رسنيو له خوا څخه د دې موضوع خپرېدل د افغانستان د دښمنانو او څرګندو اشخاصو له لوري د توطيې او نفاق اچونې پرته، هيڅ كوم بل دليل نه شي درلودې.
فضل هادي مسلميار د خپل ژوند او درنو دندو په اوږدو كې تل د هېواد د هر يو هېوادوال ځان او عزت څخه دفاع او ملاتړ كړى او كوي يې. لكه څرنګه چې د هېواد د امنيتي بنسټونو اعلاميه د وري په اوولسمه نېټه د ملي ټلويزيون څخه د اتو بجو په خبري سرويس كې خپره شوه ، هيڅ دلايل او منطقي الزام او يا كره اسناد شتون نه لري چې دى د جمهوري رياست مقام لپاره نوماند ، ډاكټر اشرف غني احمدزي په وړاندې په داسې ناوړه تروريستي اعمالو كې لاس ولري.
د ملي شورا د مشرانو جرګه د داسي ناروا تورونو د غندلو تر څنګ په جدي ډول غوښتنه كوي، تر څو دا ډول بې مورده او بې بنسټه تورونه چې موخه يې د هېواد د مطرحو رهبرانو او مشرانو شخصيت وژنه ده او په يقين سره د يو شمېر جاسوسو او پلورل شويو كړيو له خوا په لاره اچول شوي دي، په جدي توګه له حكومت څخه غوښتنه كوي چې عاملين يې د لسو ورځو په موده كې د كشفي او امنيتي مقاماتو له خوا وپيژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. له دې پرته به داسې تورونه زموږ لپاره د زغملو وړ نه وي او هيڅ كله به هم مشرانو جرګه چوپه خوله پاتې نه شي او په زغرده به له خپل قانوني واك څخه په ګټې اخيستنې سره دغه موضوع ته رسيدګي وكړي.
مشرانو جرګه په پاي كې يو ځل بيا د هېواد له ويښو امنيتي بنسټونو څخه مننه كوي چې د دې اعلاميې په صادرولو سره د داسې يوې خاينانه دسيسې څخه پرده لرې او د دې دروغجن تور پر وړاندې يې د رسنيو او خلكو ذهن روښانه كړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته