امنیت

دملي اردو يو سرتيرى ووژل شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دملي اردو يو منسوب نن دکابل ولايت په مربوطاتو کې شهيد اويوتن بل ټپي شو.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبرورکړ

دغه پيښه  نن دکابل په ولايت پورې اړوند دوريښمو دتنګي په سا حه کې دامنيتي دندې دترسره کولو په وخت کې رامنځته شوه   .

دغه راز دملي دفاع وزارت مقاماتو تائيدکړه چې دوه تنه نور عسکر  دکندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ او دهلمندولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددندو دترسره کولو په بهيرکې ټپيان شول.

دغه راز دملي اردو منسوبينو نن دکندهار  اوهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  دتصفيوي عملياتو په بهيرکې  يوه اندازه وسلې او مهمات  چې څوماينونه ، وسلې اويوه اندازه مهمات پکي دي اودوسله والو مخالفينو له خوا دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد پټ کړي شوي و، ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته