سیاست

جمهوررئیس غني د ازبکستان د خپلواکۍ او انسان ‌دوستۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په تاشکند ښارکې د ازبکستان د خپلواکۍ او انسان ‌دوستۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ د اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې د ازبکستان د خپلواکۍ او انسان‌ دوستی څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده، چې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف، د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د تاشکند ښاروال او حاکم رحمان بېګ عثمانوف د جمهور رئیس غني ملتیا کوله او دواړو لورو ته د تشریفاتو ځانګړې قطعه هم ولاړه وه.
وروسته، جمهوررئیس محمد اشرف غني او ورسره پلاوی چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي، د ازبکستان لومړي وزیر او د هغه مرستیال، د بهرنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال او د تاشکند ښاروال یې ملتیا کوله، له حضرت امام تاریخې مجتمع، جامع جومات او د قران عظیم الشان د تاریخې نسخې د ساتلو ځای څخه لیدنه وکړه.
جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته د حضرت امام جامع جومات د بېلابېلوبرخواو د قران کریم د تاریخي نسخې د ساتنې ځای څخه د لیدنې پر مهال، اړوند مسوولینو د دغه جامع جومات د جوړېدو د تاریخچې او هم د قران عظیم الشان د نسخې د ځانګړنو په اړه معلومات ورکړل.
اړوندو مسوولینو وویل، د قران کریم تاریخي نسخه د حضرت عثمان (رض) په دوران کې د هوسۍ پر پوستکي لیکل شوې او په نړۍ کې له ځانګړو نسخو څخه یوه ده چې له هغې څخه له کاپي کولو وروسته یې ځینې نسخې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو په موزیمونو کې ساتل کېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس له اړوند مسوولینو څخه د تاریخي معلوماتو د ورکولو په خاطر قدرداني وکړه او د دغې مجتمع په تاریخي کتاب کې یې خپل یادداشت هم ولیکه.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته