سیاستخبرونهاقتصادTOP

د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د ملي تدارکاتو کمېسیون، د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸بېلابېلې پروژې منظورې کړې.

باختر آژانس ته د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د وړاندې شویو پروژو په اړه بحث شوی دی. 

یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د پنځو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او د وروستي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. 

همدارنګه، د پنځو نورو پروژو په اړه ملي تدارکاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې یاد قراردادونه په هراړخیز ډول و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا څلور میلیارده افغانیو ته رسېږي. 

په منظور شویو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو د بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړولو، د هرات او تورغونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو د چمتو کولو، د زابل له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دویم لین د پاتې چارو د بشپړولو، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته