خبرونهامنیت

په فراه، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸ تنه نیول شوي دي

کابل، د تلې ۱۷مه، باختر

د فراه، نیمروز او پکتیکا ولایتونو امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸ تنه نیولي دي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۴ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق او بېلابېلو جرمونو په تور ۱۴ تنه نیول شوي دي.

د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير مل پاسوال جمعه خان عثماني، باختر آژانس ته وویل، چې په دې ولایت کې یې د څلورو کسانو سره ۱۴۸۰ کیلو ګرامه هیروین نیولي دي.

او دغه راز د دې ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير الحاج مولوي محمدالدين مخلص د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل، چې د زرنج ښار په اړوند سیمو کې یې ۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

په ورته وخت کې د پکتیکا په جاني خېل ولسوالۍ کې دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا