کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
ټاکل شوې ده د ١٧ کلنو نجونو او د١٤ کلنو هلکانو د فوټبال ملي ټيمونه په نږدې راتلوونکې کې هندته لاړ شي.
د هيواد د فوټبال فدراسيون يوه تن چارواکي محمد طاهر رووفي باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ټيمونه به په هندکې په هغو سياليوکې ګډون وکړي چې د (سبروتو) کپ په نامه ترسره کيږي.
دغه سيالۍ هرکال د سبروتو کپ په نامه په هندکې ترسره کيږي.
له افغانستان څخه په دغو سياليوکې د نجونو او هلکانو په ګډون ٣٢ تنه ورزشکاران، يو ښوونکى او يو اداره کوونکى ګډون کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ