خبرونهروغتیا

په فراه او نیمروز کې د پولیو واکسین کمپاين پیل شو

کابل، د سلواغې ٢ مه، باختر
د فراه او نیمروز روغتيايي مسوولين وایي، چې په دغو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاين پیل شوی دی.
د فراه د کتلوي معافیت آمر ډاکټر نجم الدین بشیري باختر آژانس ته وويل، چې په دغه ولایت کې درې ورځنی کمپاين پیل شوی، چې په کې به ٢٠٠ زره ماشومان واکسین شي.
په ورته وخت کې د نيمروز روغتيايي مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې هم د پولیو واکسین کمپاين پیل شوی، چې په دې پړاو کې به څه باندې ١٠٠ زره ماشومان واکسین شي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا