سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم په کا بل کې د تاجکستان له سفير سره وکتل.

کابل باختر دثور٣
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې مخکې په کا بل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير ډاکتر شرف الدين امام سره په سيمه کې دروانو حالاتو اود افغانستان او تاجکستان ترمنځ د تجارتي او فرهنګي اړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دجمهوري رياست سرپرست په دې کتنه کې ديته په اشارې سره چې په هيواد کې امنيتي حالات له بهرنيو ځواکونو سره دافغانستان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو په ليږدونې سره ښه شوى دى وويل چې تجارتي راکړه ورکړه اود افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فرهنګي همکاريو پراختيا مخ په زيا توالى ده .
دجمهوري رياست سرپرست وويل چې ددواړو ګاونډيوهيوادونو هر اړخيزه همکاري کيداي شي په سيمه کې د امنيت د تا مينولو اودټيکاو دټينکښت لپاره ښه  زمينه وي .
دتاجکستان جمهوريت سفير ډاکتر شرف الدين ا مام هم په دې کتنه کې په دې ترڅ کې چې دخپل هيواد او افغانستان ترمنځ داړيکو اوهمکاريو په ارزښت باندې ټينګاروکړ او وي ويل چې په څو وروستيو کلونو کې زموږ د هيوادونو ترمنځ دهمکاريو اود مالونو دراکړې ورکړې کچه شپيته برا بره لوړه شوې ده او هيله لرو چې دغه بهير لا پسې زيا توالى و مومي .
په دې کتنه کې دغه راز د افغانستان اوتاجکستان ترمنځ په تجارتي برخو کې د اسانتيا و د برابرولو په باب هم خبرې وشوې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته