امنیت

دماين دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دسمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې نن دماين دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد باقر مسعود باختر آژانس ته وويل دريموت کنترول ماين چې دکوز دره صوف ولسوالۍ دمقصود کلي دبازار په يو درملتون کې ځاى پرځاى شوى و هغه وخت وچاوديد چې د سيمې اوسيدونکي راټول شوي وو .
ده ددغې چاودنې عامل د دولت مخالفان وبلل او ويې ويل چې قربانيان او ټپيان ټول دسيمې ملکي وګړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په دغې ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو چاوديدونکي توکي په دوو بوشکو کې ځاى پرځاى کړي و چې دخلکو په همکارۍ له چاودنې مخکې کشف شول او دانجنيرى د ټيم له خوا په سيمه کې وچول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته