امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢١ :
افغان او نړيوالو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هيواد په ځينو ولايتونوکې  شپږتنه وسله وال طالبان وژلي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: افغان اوايتلاف ځواکونو دلغمان، فارياب، قندهار، ارزګان ، پکتيا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې اومهمات او د وسايطو ضد دوه ويشت ماينونه هم د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز ملي پوليسو دوه ديرش کيلوګرامه چاويددونکي توکې د ننګرهار اوهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې کشف اوله منځه وړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته