خبرونهټولنه

په فراه کې بزګرو او میدان وردګو کې اړمنو کورنیو مرسته تر لاسه کړه

 کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

په فراه کې سلګونو بزګرانو او میدان وردګو کې لسګونو اړمنو کورنیو مرسته تر لاسه کړه.

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د DI مؤسسې له لوري پر ۵۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، چې په کې هر بزګر ته ۶۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۷۵کیلو ګرامه توره سره ورکړل شوه.

د یو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د DRC مؤسسې له لوري د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د کورونو د رغولو په موخه نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا