کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
ملي دفاع وزارت، د بغلان په اندرابونو کې د ۱۵ میله وسلو د کشف او ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت زید بن حارثه درېمې لوا ځیرکو مجاهدینو د کشفي او تصفیوي عملیاتو په پایله کې چې د بغلان په اندرابونو کې پیل کړي و؛ ګڼ شمېر وسلې کشف او ترلاسه کړې.
په ترلاسه شویو وسلو کې ۱۳ کلاشینکوفونه، یو توغندی او یو میل «ام -شپاړلس» ټوپک شامل دي.