ټولنه

دحج او اوقافو وزير: د روان کال دحج بهير به له تيرو کلونو څخه ښه دي .

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
دحج او اوقافو وزارت مقامات وايي چې دوى په روان کال کې افغان زيارت کوونکو ته چې دفرضي حج په مراسمو کې به ګډون وکړي دتيرو کلونو په پرتله زيات خدمتونه برابر کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې: دحج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني چې نوى له عربستان څخه ديو کاري سفر څخه کابل ته راستون شوى دى وايي سعودي عربستان ته په دې سفر کې افغان زيارت کوونکو ته د ژوندانه د آسانتياو دڅرنګوالي په اړوند کارونه ترسره شوي دي .
دعثماني دڅرګندونو له مخې: موږ دتيروکلونو له تجربو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوو چې زياتې اسانتياوې برابرى کړو په روان کال کې به دافغانى حاجيانو لګښت دتيرو کلونو په پرتله څلور مليونه ډالره کم وي سږ کال هم د اريانا افغان هوايي شرکت دليږدونې او راليږدونې بهير په غاړه لري دغه شرکت په خپل وار دليږدونى په بهير کې دنوي کولو ژمنه کړې ده .
دحج او اوقافو وزير يوځل بيا ټينګار وکړ چې دغه وزارت دغه راز حاجيانو ته دښو خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دى او هغه ديوې ديني او هيوادنۍ وحبيبې په توګه تعقيبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته