امنیت

اووه طالبان په بلخ کې ووژل شول

-کابل / د سلواغۍ ۲۸ / باختر
د طالبانو د ډلې د دوو جګپوړوغړو په ګډون ۷ طالبان پرو ن مازیګرپه بلخ کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ د کلدار ولسوالۍ په جق جق کلي او د بلخ ولسوالۍ په شرشرک ساحه کې له دفاعي او امنیتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
په وژل شویو کسانو کې د دغه ولایت د کلدار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یحیي مشهورنعمت الله او د طالبانو د سرې قطعې مرستیال په خلیل مشهوراسدالله شامل دي.
رضايي زیاته کړه چې په دغو نښتو کې ۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن ۲ مړي له يوې وسلې او یوموټرسایکل سره په سیمه کې پاتې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته