-کابل باختر د زمري اتمه :
په هلمند ولايت کې ديوې سرګلولې په چاودنه کې پنځه تنه ماشومان ووژل شول .
دغه چاودنه پرون ناوخته دنوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې سرګلوله دطالبانو له يوې ډيپو څخه واټ ته غورځول شوې وه اوکله چې ماشومانو لاس پرې وواهه وچوديده .
دهلمند ولايت يو امنيتي مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ماشومان وژل شوي دي .
دغه چاودنه ټيک هغه وخت وشوه چې يرغلګرو دنوزاد ولسوالۍ کنترول ترلاسه کړى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ