تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په ګمرکونو کې د فساد جنجالونه او د اړوندو ادارو مسوولیتونه

کابل / د غبرګولي ۹مه / باختر
له پخوا راهیسې د افغانستان په ګمرکونو کې د فساد ستونزه شتون لري او دا ټولو ته لکه لمر روښانه ده. دې خبرې هغه مهال لا نور زور واخیست چې د مالې وزارت سرپرست ولسې جرګې ته وویل چې هره ورځ شاوخوا اته میلیونه ډالره ګمرکي عواید د مفسدینو جېبونو ته لوېږي.
د باختر آژانس مفسر په ګمرکونو کې د فساد ستونزې او د اړوندو ادارو مسوولیتونه ته کتنه کړې ده او لیکي:
هم د افغانستان او هم د نورو هېوادونو او آن خورا پرمختللیو هېوادونو تجربې ثابتوي چې فساد په هغو ادارو او ځایونو کې ډېر دی چې هلته عواید ډېر دي. ګمرکونه هم د عوایدو اصلي سرچینه ده. ټول صادرات او واردات د ګمرکونو له لارې ترسره کېږي او سوداګر باید د صاداراتي او وارداتي توکیو محصول له ټاکل شوې تعرفې سره سم تحویل کړي. په ښکاره هرڅه سم او له قانون سره برابر ښکاري؛ خو په پټه هلته پراخ فساد ترسره کېږي.
څو کاله وړاندې تمه دا وه چې د معاصرې تکنالوژۍ په کارولو سره به د فساد کچه ټیټه شي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول او تکنالوژۍ هم مرسته ونه کړه او که د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت د سرپرست پر خبرې استناد وکړو؛ نو اوس هره ورځ په ګمرکونو کې اته میلیونه ډالره فساد کېږي. اته میلیونه ډالره په ورځ کې د یو بې وزلي او جګړه ځپلې هېواد او ملت لپاره خورا ډېرې پیسې دي. په میاشت کې ۲۴۰ میلیونه ډالره کېږي. دا هم د شرم خبره ده او هم د ډېرې خواشینۍ او تاسف خبره. آیا د افغانستان په دا شاوخوا ۳۷ میلیونه خلکو کې داسې څوک نشته، چې په ګمرکونو کې کار وکړي او دغه راز فساد ته زړه ښه نه کړي او ټول ګمرکي عواید په رڼه توګه راټول او د دولت خزانې ته یې تحویل کړي؟ ځواب روښانه دی: افغانان په ټوله کې د فساد مخالف دي او له مفسدینو کرکه او نفرت لري. که موږ ټول په فساد کې ښکیلې څېرې وشمېرو؛ نو شمېر یې خورا محدود دی او دوی د ټول ملت استازي کولای نه شي. دوی په حقیقت کې د ملت وینې څښي او خپل ځانونه مړوي. په ګمرکونو کې د زورواکیو او نورو غټو مفسدینو اړوندو کسانو ځای نیولی دی او د دوی پرخلاف غوڅو اقداماتو ته اړتیا ده.
په ګمرکي فساد کې هم مامورین مسوولیت لري، هم سوداګر او هم کمېشنکاران. څه موده وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل چې د ګمرکي اسنادو له مخې په افغانستان کې د تشناب کاغذ لګښت ترچینه ډېر دی. آیا رښتیا هم په افغانستان کې د تشناب کاغذ مصرف او لګښت دومره ډېر دی؟ څرګنده خبره ده چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د تشناب کاغذ په کې تر ټولو لږ مصرف لري. ځکه دلته په کلیو او بانډو کې خلک د تشناب کاغذ نه کاروي، په ښارونو کې هم ډېر لږ خلک د تشناب کاغذ کاروي او که کاروي یی هم هغه کاغذ کاروي چې ارزانه دی او دننه په هېواد کې تولید کېږي. رښتیا خبره دا ده چې یو سوداګر د بېلګې په ډول ټلویزیونونه وارد کړي دي؛ خو له ګمرکي محصوله د تېښتې په موخه یې هغه د تشناب کاغذ په نامه محصول کړي دي. اړوندو مامورینو هم څو روپۍ اخیستي او په پټو سترګو یې له ټلویزیونونو ډک کانتینر د تشناب کاغذ په نامه تشریح کړی او محصول کړی دی. دغه رازچلند ته باید یو ځل او د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.
د مالیې وزارت باید له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه پر داسې میکانیزم کار وکړي چې هغه په ګمرکي چارو کې بشپړ روڼوالی رامنځ ته کړي او فساد له منځه یوسي.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته