ټولنه

په خوست کې د ۲۲ پروژو کارونه پیل شول

متون باختر د لړم ۸ مه
خوست ولایت ته د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي او ورسره  پلاوي د سفر پر مهال نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ۲۲ بېلابېلو پروژو پرانیسته وکړه.
په دغو پروژو کې چې د ٢٨١ میلیونو افغانیو په لګښت به ورغول شي، کاریزونه ، استنادي دیوالونه، بندونه، سربندونه او سړکونو شامل دي.
د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي باختر اژانس ته وویل چې د ۲۲ پروژو سربېره به د خوست د اداري واحدونو په شپږو ولسوالیو کې د لمریزې برښنا د پروژې په تطبیق سره ٨٠ زره  کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شي.
کریمي دا هم وویل چې په دغه ولایت کې به د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت هغه ۱۶ نورې پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ټولټال ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي بیا له ورغلي پلاوي څخه وغوښتل چې د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت دې د خپلو پروژو لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
والي وویل چې په نږدې راتلوونکې کې به د کاروان سرای د سړک د رغولو چارې هم پیل شي چې په جوړېدو سره به یې د څلورو واحدونو د خلکو ښار ته د تګ راتګ ستونزه حل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته