اقتصاد

دغور ولايت د اوو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي .

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
دغور ولايت له مرکز سره د دغې ولسوالۍ د اوو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي .
دغور ولايت د فوايدعامې رياست سرپرست حاجي اقبال باختر اژانس ته وويل چې ددغه ولايت د اړوندو ولسواليو د واورې پاکولو لګښتونه  د فوايدعامې وزارت له لارې د دوى په واک کې ورکړى شوى دى او دکار د قواوو يو ټيم د واټونو په واورې پاکولو بوخت دي .
خو د فوايد عامې رياست سرپرست وويل چې دغه وزارت د چغچران _ کابل د لارې دپاکولو په خاطر يوه اندازه پيسې دغه ولايت ته بيلې کړي دي؛ له دې امله دغور ولايت دفوايد عامې رياست دچغچران _ کابل د لارې دپاکولو په اړوند امکانات نه لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته