امنیت

دامنيې ځواکونو دويښتياله امله ددښمن پلان شنډ شو.

کابل – باختر دسلواغى درې ويشتمه :
په چاويدونکو توکو باريو موټرپه خوست ولايت کې  ونيول شو
دخوست ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل: دغه موټر چې مازدا ډوله دى پرون دخوست ولايت دغلام خان بندرته څيرمه ددغه ولايت دپوليسو دځواکونو له خوا ضبط شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې له دغه موټر څخه دوه سوه کېلوګرامه چاوديدونکې توکې ،څلويښت برقي فيوزونه، درې مخابرې ،شل لاسي بمونه،دعکاسي درې کمرې او پنځه ميله درندې او سپکې ترلاسه شوي دي .
باقي زوى وويل : ترورستانو غوښتل دغلام خان بندر دځينو تاسيساتو دکار دپيل په مراسموکې چې يو شمير دولتي مسوولينو پکې ګډون کاوه ترورستي بريد وکړي خو دامنيتي ځواکونو دويښتيا له امله خپل دغه ناوړه هدف ته ونه رسيدل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته