اقتصاد

دافغانستان اوچين ترمنځ داقتصادي همکاريو په پراختيا ټينګار وشو .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي  نن  په داسې حال کې چې  دښار او کور جوړولو دچارو وزير  سيد سعادت منصور  نادري  هم حاضر و ،  په کابل کې  دچين دولسي جمهوريت له سفير  ياوجينګ سره  وکتل .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ  د دوه اړخيزواقتصادي  همکاريو  دپرمختيايي پروژو  د تمويل او تطبيق ، داستوګنې  دلس زره  کورونو دجوړولو دپروژې  دتطبيق   داوسپنې دپټلۍ ، په دارالامان کې دماليې وزارت دنوې ودانۍ  دجوړولو او دعلاقې وړ  نورو مسئلو په باب  خبرې اترې وشوې .
  دغه راز  په کابل کې  دچين  دولسي جمهوريت سفير  يو ځل بيا  دپرمختيايي پروژو دتطبيق  او تمويلولو په برخو کې  دخپل ملاتړ ددوام  ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته