ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست وستايل شو

کابل/ د ليندۍ ٢٦ مه/ باختر
مشرانو جرګې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټرمحمد ميرويس بلخي وستايه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون د دغې ستاينې موخه د پوهنې د ستونزو د څېړنې په خاطر د پوهنې وزارت پاملرنه وبلله.
ډاکټر بلخي د دغه پروګرام په بهيرکې د خلکو د شکايتونو د ثبت او په خپل وخت د هغو د څېړنې لپاره د شفافو او روښانو جوړښتونو د جوړولو په اړوند معلومات ورکړل.
د پوهنې وزارت سرپرست د دغه ټکي په بيان سره چې د پوهنې وزارت له ټولګټو او وګړنيو وزارتونو څخه دى چې مشرتابه په ټولو برخوکې د ټولو خلکو د شکايتونو او وړانديزونو څېړنې ته چمتو دى.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس ډاکټر زلمي زابلي د پوهنې وزارت د مثبتو کارونو او د خلکو نظريو او پوهنې ته د مراجعينو د ستونزو جدي تعقيب ته د ځانګړې پاملرنې په خاطر دغه کمېسيون يې د هېواد  د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت همکار وباله.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته