خبرونهټولنه

په سالنګونو کې د واورې اورښت دوام لري

٣٨- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په سالنګونو کې نن سهار د واورې اورښت پيل شوى دى او اټکل کېږي چې تر راتلونکو ٤٨ ساعتونو پورې به دوام وکړي.
د سالنکونو د ساتنې او څارنې مسوول باختراژانس ته وويل چې له باد سره جوخت د واورې اورښت د سړک پرمخ کنگل شوى دى او د موټرو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
هغه وويل يواځې تيلري وسايط نه شي کولاى چې د سالنګونو په لويه لاره تګ راتګ وکړي اونور موټرونه د ځنځير په تړلو او له مجاز وزن سره کولاى شي چې په دغه لاره کې تګ راتګ وکړي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته