ټولنه

په پروان کې ۱۶۲ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې


کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د پروان ولایت د (غوربند) د سیاه ګرد ولسوالۍ په تا قلعه کلي کې د ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د۱۶۲ کورنیو لپاره د څښاک پاکو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
نوموړې شبکه ۱۹۶۳ متره اوږوالي، ۸ نلکې، او د ۳۰ متره مکعبه اوبو په ظرفیت یوې زیرمه لري چې د جوړیدو کار یې بشپړ شویدی. د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو لپاره ۱۳۲۵ کارې ورځې رامنځته شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته