ټولنه

له طبيعي زيرمو او سرچينوڅخه د اغيزمنې استفادې د څرنګوالى سيمينارجوړ شو

کابلباختردسرطان ١٦
دهيواد له طبيعي زيرمواو سرچينو څخه د اغيزمنې استفادې دڅرنګوالى دڅيړنې تر عنوان لا ندې علمي _ څيړنيز سيمينار نن د افغا نستان د علو مو اکاډمۍ له خوا جوړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د سيمينارد کار په پيل کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام د افغا نستان د علومو اکاډمۍ د رئيسې سرڅيړونکې ثريا پو پل له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي :
زموږ ګران هيواد افغا نستان زياتې طبيعي زيرمې او منابع لري. که چيرې له هغو څخه د استفادې څرنګوالي په علمي معيارونو سره مديريت شي؛ له عوايدو څخه يې زموږ زيا تې ستونزې حل کيږي.
په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي: هيله لرم چې ددغه سيمينارمطالب په دې برخه کې اغيزمنې اوګټورې لارې پيشنهادکړي اوله دغو منابعو څخه د استفادې لارې چارې په عالمانه ډول وڅيړي .
ستاسو دسيمينار نتيجې دې په رسنيوکې خپرې شي اود استفادې په مقصد دې د اړوندو دولتي مراجعو په واک کې ورکړى شي.
دافغا نستان د علومو اکاډمۍ رييسې سرڅيړونکې ثريا پوپل په خپلو خبروکې  دطبيعي زيرمو او منابعو دڅيړنو اوتحقيقاتو او له هغو څخه د اغيزمنې استفادې دلارو چارو په ارزښت باندې ټينګاروکړ او وي ويل چې دغه مسئلې دافغانستان د علومو اکاډمۍ کاري هدفو نه دي.
دې زياته کړه: په سمه توګه له کانونو څخه کار اخيستل دقانون وا کمنۍ ته اړتيا لري او هيله لرم چې په نږدې را تلونکي کې افغا نستان دطبيعي  منابعو او زيرمو د را ايستلو او د پلورنې له لارې زيات عوايد ترلاسه کړي او په سيمه کې په خپلو پښو په دريدلى هيواد بدل شي.
دسيمينار د کار په دوام دلوړو زده کړو وزارت او د نورم اوستندرددملي ادارې  پيغامونه په ترتيب سره دکابل پولتخنيک پوهنتون د استاد پوهاند ډاکتر احمدشاه او د نورم اوستندرد د ملي ادارې د لوى رئيس پوپلزي پوپل له خوا ولوستل شول.
دسيمنار په بهير کې دڅيړونکو له خوا دهيواد داقتصادي ظرفيت په لوړولو کې له کانونو څخه د استفادې دڅرنګوالي ، دځنګلو نو دچارو دتنظيم  او د ځنګلونو دساتنې د سالم مديريت اوله اوبو او حرارتي منابعو څخه د بريښنا د توليد داغيزمنې استفادې دڅرنګوالي دڅيړنې، داومو منرالي موادودمنابعو په برخه کې دځمکې له تل څخه داستفادې له پلوه د دولت د عوايدو د زيا توالي ، د هيواد د طبيعي ګاز د ظرفيت او د استوګنې او صنعتي مقصدونو لپاره له هغوڅخه د اغيزمنې استفادې دڅرنګوالي ، د ژوندانه په چاپيريال، دکانونو د را ايستلو له امله د را منځته شويو اغيزو ، د تودولو د انرژۍ د منبع په توګه د ډبرو سکرو د کارولو او د انرژۍ په توګه دطبيعي ګاز د اغيزمنې استفادې د صنايعواو د پتروشيمي صنايعو د اومو موادو په اړوند څيړنيزې مقالې ولوستل شوې.
دغه راز دوى د خپلو مقالو په اړوند د برخه والو پوښتنو ته ځوا ب ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته