کابل باختر دغبرګولي ١٣
دملي اردو پنځه تنه عسکر دبيلابيلو ولايتونو په مربوطاتو کې ددندو دترسره کولو په بهير کې شهيدان شول او څلور تنه نور تپيان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته خبر ورکړ دغزني ، پکتيا ، قندهار او دبادغيس دولايتونو په مربوطاتو کې ددښمن دوسلو د ډزو او دماين دچاودنې له امله دملي اردو پنځه تنه عسکر شهيدان اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دبادغيس ، هلمند او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې پنځلس ډول ډول ماينونه کشف او ښنډ کړاي شول .
پنځه کلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا ، دوه پرتلي او نور پوځي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .