امنیت

درې تنه دخرو د زرو پوستکو دليږدونې په اړوند ونيول شول.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دکندز ولايت امنيتي مسوولين وايي چې دغه درې تنه يې ديکشنبې په ورځ دکندز ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې دپلټنې په بهير کې په دې اړوند چې دخرو په زرو پوستکو بار يوه موټر چې دقاچاق وړونکو له خوا نامعلوم ځاى ته روان و ، نيولي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري وايي چې دغه موټر په مزارشريف ښارکې بار شوى و او ټاکل شوې وه چې دغه پوستکي سرحدي سيموته وليږدول شي.
ده وويل چې ددغې قضيې په اړوند دموټر چلوونکي په ګډون درې تنه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته