امنیت

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړى جګړې دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
دداعشيانو او طالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانوله خوا جګړې په کونړ ولايت کې دوام لري .
  تراوسه پورې  په دې جګړو کې  له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او څو تنه نور يې  ټپيان او ديواوبل ډلو له خوا نيول شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په نويو جګړو کې  څوارلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او شپږ تنه نور يې دسيالو ډلو له خوا نيول شوي دي .
  ده وويل چې  جګړه  د چپې درې ولسوالۍ  په لرو پرتو سيموکې له پراختيا غوښتنې وروسته او دپيسو دويش پرسر چې داشر او ذکات په نامه له خلکو څخه  راټول کړى شوي و ،  رامنځته  شوي دي او دوام لري .
  ډار اچوونکو په ځينو مواردو کې د يو اوبل کورونه  هم سوځولي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته