سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دپاکستان دتحريک انصاف له رئيس سره وکتل

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون  د پاکستان دتحريک انصاف له رئيس عمران خان سره په اسلام اباد کې  وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ  .
په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان اوپاکستان په اړيکو پورې داړوندو مسئلو په باب خبرې اترې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين څرګنده کړه  چې؛ د سولې اوپيوستون لپاره دافغانستان اوپاکستان دعمل دپلان هدف  چې په مثبتې روحيې سره  بشپړ شوى دى  د دواړو هېوادونو ترمنځ دباور پياوړتيا ده.
ده ټينګاروکړ چې؛ سياسي اړيکې بايد د دواړو هېوادونو د خلکو  د سوکالۍ په مقصد غيرسياسي شي .
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دغه راز  له افغان  مهاجرينو څخه دپاکستان دخلکو دسخاوتمندانه ميلمه پالنې له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې؛  د افغان مهاجرينو په خپله خوښه او تدريجي ډول  راستنيدل د افغانستان د دولت  له مهمو لومړيتوبونو څخه دي  .
دبهرنيو  چارو وزارت سياسي معين زياته کړه؛ دواړو هېوادنه  زيات مشترکات لري  کرکت په افغانستان کې په يوه مشهوره لوبه بدله شوې ده اوپه پاکستان کې هم شهرت لري .
دکرکټ له لارې  د دواړو هېوادونو خلک  کولاى شي له يوبل سره نږدې شي  او د دوه اړخيزه باور په پياوړتيا کې ښه پرمختګ وکړي .
د پاکستان دتحريک انصاف رئيس  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ته   ښه راغلاست ووايه او څرګنده يې کړه چې؛ په افغانستان کې دخپلې کورنۍ  اوسيدو ته په پاملرنې سره په هغه صورت کې چې په راتلوونکو انتخاباتو کې بريالى او دپاکستان دصدراعظم په توګه انتخاب شي  دافغانستان او  پاکستان ترامځ دوستانه اړيکې به دده په لومړيتوبونو کې وي.
ده  د دواړو هېوادونو ترمنځ دخلکو په تګ راتګ او دتجارتي مالونو دلېږدونې  د اسانتياو ارزښت د دواړو لورو  دخلکو په ګټه وبلل او څرګنده يې کړه  چې؛  د تجارتي لارو تړل کېدل پخوا د پاکستان اوپه تېره بيا دخيبر پښتونخوا په ايالت  ناوړې اغيزې درلودې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته