
کابل، د وږي۲۷مه، باختر
د اوبو او انرژي وزات چارواکو په فراه کې د بخش آباد بند د چارو د پرمختګ او چټکتیا د ارزونې په موخه د یاد ولایت له قومي مشرانو د قراردادي شرکت استازو سره د همغږې ناسته تر سره کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د یاد ولایت د قومي مشرانو، د قراردادي شرکت د استازو او یو شمېر تخنیکي مسوولینو د بخش آباد بند د چارو د پرمختګ په اړه د وزارت په مقر کې ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، د قراردادي شرکت استازي او د یاد ولایت قومي مشرانو د پروژې د چارو د پرمختګ او د چارو د بهیر د څرنګوالي په هکله وزیر ته اړین معلومات وړاندې کړل او خپل وړاندیزونه یې د وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، قراردادي شرکت او تخنیکي مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د کيندنې چارې له هغه وخت څخه چې تر اوسه پورې په ترتیب سره ۲۰۰ متره او ۱۹۰ متره پرمخ تللي دي.