امنیت

په سمنګانوکې نارنجک بمونه کشف او ضبط شول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د سمنګانوپوليسو په دغه ولايت ديوويشتو نارنجک بمونو د کشفولو خبر ورکړ.
د سمنګانو د والي وياند عبدالمنير رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوويشت نارنجک بمونه چې د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا د امنيت د ګډوډولو او د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د ايبکو ښار د حسن خيلو په کلي کې ځاى پرځاى شوي و؛ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديريت د کارکوونکو او د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د ماين د شنډولو د ټيم له خوا کشف او ترلاسه شول .
ده زياته کړه: د دغې پيښې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او د قضيې د عاملينو د موندلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته