
کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو په هڅو د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر ۶ کلنه شخړه هواره شوه.
د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم په مشرۍ د یوې ناستې په ترڅ کې د عالمانو شورا د رئیس شیخ محمد امین روحاني ، دیني عالمانو، قومي مخورو او سپین ږیرو په منځګړیتوب د دې ولایت د فراهرود ولسوالۍ د تودنک کلي د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د مړینې ۶ کلنه بدي له منځه یوړل شوه.
ناستې ته د ګڼو علماؤ له لوري د سولې او ارزښت په اړه تر اوږدو خبرو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د یوې ټول منلې پرېکړې پر بنسټ د مړینې شپږ ۶ کلنه بدي له منځه لاړه.
د یادونې وړ ده، چې پرون هم په نورستان ولایت کې د اسلامي امارت د مسوولینو په هڅو او منځګړیتوب د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني، چې په پایله کې څه کم ۳۰۰ کسان وژل شوي وو له منځه یوړل شوه.
افغانمل