کابل باختر د غبرګولي لومړى :
پنځلس تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په جوزجان ولايت کې دشاهين قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان پرون ددغه ولايت په خماب ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په بمباريوکې ووژل شول او د طالبانو د يو کليدي سيمه ييز قوماندان په جندي مشهور قاري نقيب الله په ګډون لس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
ده وويل: په دغو عملياتوکې د دښمن ديرش موټرسايکلونه، دوه هاموي موټرونه او دوه سراچه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي .
ختم- ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ