خبرونهټولنه

په فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د فراه ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځ شوې شخړه حل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه شخړه د سیمه ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل شوه.

د اناردرې ولسوال مولوي عبدالرحیم مجروح ناستې ته د وینا پرمهال وویل، چې موږ په ټولنه کې د اسلامي ورورګلوۍ له مخې ژوند وکړو، له بې ځایه شخړو څخه ډډه وکړو او په خپل ژوند کې مینې ته ځای ورکړو.

د یادونې وړ ده، چې د یادو کورنیو ځوانانو څو میاشتې وړاندې په ګاونډي هېواد ایران او بیا بېرته خپل هېواد ته له راستنیدو سره سم فزیکي شخړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د دواړو لوریو کسان ژوبل شوي هم وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا